Asasasasas

اتڼ او په پکتيا کې يې دودونه

10.11.2018 09:52

Image result for اتڼ

اتڼ او په پکتيا کې يې دودونه

 اتڼ د افغانانو يوه ډيره لرغونه او پخواني عنعنه ده او که په بل ډول ووايو اتڼ يو ملي دود دى چې د هيواد په بيلابيلو برخو کې د اتڼ دا ملي دود تر سره کيږي  او په خاص ډول په هغو سيمو کې چې د افغانستان لوى قوم (پښتانه ) پکښې استوګنه لري . اتن يوه پپژندل شوى دود دى او ټول پښتا نه يې د نوم په اوريدو سره په خپل ذهن کې انځورولى شي چې ملي اتڼ څه ته وايي

او د اتڼ څخه موخه څه ده خو دا بايد وويل شي لکه څنګه چې په پښتنو کې د سيمو د بيل والى له امله ځينې دودونه توپير لري همداسې دا ملي ګډا يا اتڼ هم په ځينو سيمو کې يو ډول او په ځينو نورو سيمو کې بل ډول تر سره کيږي په دې مانا چې اتڼ هم په بيلا بيلو ډولونو تر سره کيږي او په بيلابيلو وختونو کې تر سره کيږي . د ډولونو په اړه يې بايد ووايم چې دا دودويزه گډا په ډيرو ډولونو کې تر سره کيږي د پکتيا پکتيکا او خوست خلک يې په ډير خوند جوش او مستۍ سره تر سره کوي چې بيا همدا ګډا يا ملي اتڼ په نوموړو  سيمو کې څو ډوله لري او هر ډول ګډا يې بيلې بيلې ځانګړتياوې لرې . په وردوګو کې هم همدا ډول اټن په څو ډولونو دى  خو د پورتنيو سيمو له اتڼ څخه توپير کوي د کندهار ، هلمند او شا خوا خلک يا پښتا نه هم اتڼ کوي خو د نوموړو اتڼ هم ځانګړي ډولونه لري همداسې ننګر هار، کنړ، لغمان  د هيواد په ډيرو نورو سيمو کې دا ملي دود په خوند او جوش سره تر سره کيږي خو توپير به ضرور سره لري . لکه څنګه چې مې وړاندې وويل په هغو سيمو کې پښتانه پکښې استوګنه کوې اتڼ تر سره کيږي او ان تر دې چې اتڼ يا د پښتنو دا خاصه ګډا يو ملي ارزښت منل شوى دى او په ټول هيواد کې د هرې سيمې اوسيدونکي او دهرې ژبې ويونکي افغانان اتڼ پيژني . په هر ډول راځم اصل خبرې ته هغه دا چې زه غواړم يوازې په پکتيا کې د د اتڼ د ځينو دودونو په اړه يو څه خبرې وکړم ، په پکتيا ، پکتيکا او خوست ولايتونو کې استوګڼ پښتانه په خپلو ټولو خوشحاليو او خاصو ورځو کې دا ملي ارزښت يا ملي دود په ډيرشانداره ډول لمانځې او خپلې خوشحالۍ او خپلې خاصې ورځې پرې ښکلې او رنګينې کوي ،په دې برخه يانې د اتڼ په برخه کې د ځوانانو تر څنګ د کليو او باڼډو سپين .ږيرې هم برخه اخلي او ددې دود په تر سره کولو کې ځان شرکوي . لکه څنګه چې مو وړاندې هم وويل په نوموړو يانې غرنيو سيمو کې اتڼ په خاصو ورځوکې تر سره کيږي نو ضرور ده په دې هم وپوهيږو چې د کلي ځوانان او نور اوسيدونکې دا موقع کوم كوم وخت تر لاسه کوي چې اتن وکړي په پکتيا ،پکتيکا او خوست ولايتونو کې د اتڼ د تر سره کولو لپاره خا ص وختونه شته چې د کليو او باڼدو مست او څڼيور ځوانان پکښې اتڼ ته را دانګي  او په خپلو مستو او رنکينو اداګانو سره سپيڅلي ښکلا زيږوي .   لومړى د معمول په ډول په کليو او باڼدو کې د ودونو او نورو خوشحاليو لکه د چا د زوى پيدا کيدل او کوژده کول او دې ته ورته نورې ټولې ورځې چې  ولمانځل شي  د ځوانانو د اتڼ تنده ماتوي ، دوهم اتڼ په خاصو ورځو کې هم تر سره کيږي لکه د اختر ورځ د نوي کال ورځ او همدا ډول د جشنونو ورځې چې په هغو سيمو کې يې لمانځنه په همدې اتڼ تر سره کيږي او دريم په کليو او باڼدو کې د قومي جګړو د مينځګړ توب پر مهال هم له همدې ملي دود يانې اتڼ څخه کار اخيستل کيږي په دې برخه به يې يو څه رڼا واچو تر څو سم پوه شو چې په جګړو کې نو ولې اتڼ تر سره کيږي؟ .په ورسته پاتو،لرو پرتو او  يا هم غرنيو سيموکې  کوموته  چې دولت ډيره پاملرنه نه کوي نو د اوسيدونکو تر مينځ يې په ځمکو او نورو مسايلو باندې را ولاړې شوې ستونزې او شخړې  د مرکو او چرګو له لارې هواريږي د قومي مشرانو او سپين ږيرو په مټ د دولت د پريکړو پر ځاى قومي پريکړې تر سره کيږي او په شخړو او ستونزو کې د ښکيلو وګړو تر مينځ د ورورۍ فضا را مينځ ته کيږي کله ،کله دا سې هم کيږي چې دا فردي ستونزې يا شخړې دومره زور واخلي چې دوه قومونه په خپلو کې په شخړو او جګړو اخته شي  نو په داسې حال دريم قوم يانې هغه قوم چې يې په ګاونډ کې اوسيږي کوښښ کوي چې نوموړې  شخړې ته  ور دننه شي او دا ستونزه هواره کړي په دې ځاى کې هم ځينې خبرې شته هغه دا چې د کوم قوم مينځګړتوب (مداخله ) ډيره اغيزه لري او د کوم قوم مينځګړټوب لږه اغيزه لري په دې خبره  په نورو ليکنوکې پوره بحث وکړو خو په دې ليکنه کې به دومره ووايم چې مينځګړتوب د هغه قوم ډيره اغيزه لري چې په سيمه کې د يوه  زورور قوم په نوم ياد شوى وى . له دې خبرې  را تيريږو خبره په دې ده چې نو ولې په داسې قومي جګړو کې اتڼ تر سره کيږي ، کله چې  د دوو قومونو تر مينځ شخړه يا جګړه پيل شي او دريم قوم د مينځګړتوب په نيت دې جګړې ته ور ودانګې نو دريم يا مينځګړى قوم خپل ټول ځوانان د ډول په ډنګ سره راټولوي او د خپل قوم بيرغ پورته کوي او دې شخړې سيمې ته روانيږي په ټوله لاره ډول وهل کيږي ددې،  کار موخه دا ده چې په جګړه کې ښکيل قومونه په دې وپوهيږي چې کوم قوم ددوې جګړې ته د مينځګتوب لپاره راروان دى په هر صورت دا قوم چې د جګړې ځاى ته ورسيد نو په پيل کې کوښښ کوي چې د خبرو له لارې دا ستونزه هواره کړي او که په خبرو ونه شوه نو بيا د جګړې ډګر ته ور دانګې او هر هغه څوک چې ددوى د پريکړې يانې اوربند څخه يې سرغړونه کوله نيسې يې او وهي ټکوي يې او په کورونو کې يې بندوي تر دې چې دواړه لوري خبرو کولو او اوپه  جرګې کې يې  دکښينولو لپاره  اماده کړې البته بايد يادونه وکړم چې په دې برخه کې يوازې د دريم يا مينځګړي قوم ځوانان برخه اخلي . کله چې دواړه لوري خبرو ته اماده شول نو د دواړو قومونو يانې په شخړه کې د  ښکيلوقومونو سپين ږيري د دريم قوم يانې د مينځګړي قوم د سپين ږيرو د نظارت او د نظر لاندې يو بل سره  خبرو ته کښيني او بلااخيره پيدا شوې ستونزه د خبرو له لارې هواره شي نو همدا وخت دى چې د دريم قوم يا مينځګړي قوم ځوانانو ته د خپلې دې بريا لپاره د اتڼ موقع په لاس ورځي او په دې اتن کې د دواړو قومونو يانې په شخړه کې د ښکيلو قومونو ځوانان هم برخه اخلي او سالي کوي ، اتڼ ځينې په زړه پورې دودونه هم لري چې اتڼ نور هم پرې ښايسته کيږي دلته په همدې دودونو  په لنډه توګه يوه رڼا واچوو ،


١_ اتڼ کول
٢_ څڼې اچول
٣_ ګډا کول
٤_ په اتڼ کې سيالي کول


دا هغه څلور دوده دې چې په ملي اټن کې پاملرنه ورته کيږي او ملي اتڼ پرې ښايسته کيږي.په پيل کې اتڼ ، اتڼ گډا ته نه بلکې د همدې ګډا په پيل کې ولسي سندرو او اتڼيزو سندرو ته وايي چې د اتڼ په ګډا کې د برخوالو ځوانانوله خوا ويل کيږي خو يو ډول سيالي په دې برخه کې شته د اتڼ برخوال ځوانان په دوو برخو ويشل کيږي او په همدې سندرو کې يو ډول سوال او ځواب سره کوي او هره ډله کوښښ کوي چې د بلې ډلې د ځواب ويلو تر څنگ د دوى آواز هم لوړ وي . دا سندرې ټولې ولسي سندرې دي چې له ډيرو وختونو څخه سينه پر سينه تر اوسه را رسيدلي دي چې يو څو بيلګې يې دا دي


اتڼ کې جونه ډيرې
زما نظر په تا دى تکې تورې
ړنګ شې کندهاره
څلور دې دروازې څلور قلفونه
دى، دى خورې دى، دى
چيلم په سر نرى، نرى لومى دى
توديږي د غرمې واى
توديږي د غرمې تنور توديږي
چټه ورته ناسته
پر مخ يې رنګارنګ خولې بهيږي
پاڼ لاندې مې سترګې
د پاڼ لاندې مې سترګې تورولې
پاڼ راباندې ړنګ شو
منګولې مې په يار ولګولې


او دې ته ورته ډيرې نورې ولسي سندرې او که په بل ډول ووايو  اتڼيزې سندرې شته چې په اتڼ کې ترې کار اخيستل کيږي


٢_ په اتڼ کې د څڼو درلودل يا د څڼو ګډول دي ، بايد يادونه وکړم چې په لرو پرتو او يا غرنيو سيمو کې ډيرى ځوانان د ښکلو ځڼو پريښودولو دود هم لمانځي او له ډيرو وختونو  څخه را په دې خوايې دا دود ساتلى دى او ډيرى ځوانان ښکلې څڼې لري او کوم وخت چې اتڼ کوي خپلې څڼې په ډير ښکلي انداز سره غورځوي او خپله ګډا پرې ښايسته کوي خو يوه د پام وړه خبره د څڼو په برخه کې دا ده چې په اتڼونو کې د ډول وهونکى د اتن کونکو په مينځ کې ولاړ وي نو ترې را چاپير ځوانان په ډول وهونکي را ټلوليږي او خپلې څنې ورته اچوي چې دا په دې مانا ده چې دا ځوانان ( ډم ) يا ډول وهونکې نازوي او ډول وهونکې په دې کار خوشاليږي او مستيږي .


٣_ وار رسيږي ګډا ته هغې ګډا ته چې اتڼ ورته ويل کيږي په داسې حال کې چې د اتڼ سندرو ته يوه خواشوي ځوانان لاس په لاس يو آرام ډول ته يو قدم مخته او يو قدم شاته کيږي او د ډول سره خپل حرکت تنظيموي د ډول وهونکې د ډول د بدلون سره خپل لاسونه سره پريږدي او په هغو حرکاتو پيل کوي چې د اتڼ ګډا پرې پيل کيږي همدا دى چې ګډا يا اتڼ پيل کيږي . په دې وخت کې په  اتڼ کې د برخوالو له مينځه داسې يو څوک چې اتڼ يې ښه زده دى ددې ډلي سر ته راځي او  ګډا کوي او نورټول  برخوال هم هغه حراکات چې د سر ځوان يا ( اتنچي )  تر سره کوي تعقيبوي او د دايرې په شان تاويږي .


٤_ په اتڼ کې سالي ، ما وړاندې هم يادونه کړې وه چې د اتڼ د سندرو په برخه کې د اتنچانو تر مينځ د سندرو يا سوال اوځواب سيالي کيږي خو په ګډا کې هم يو ډول سيالي شته هغه دا چې هر يو ځوان کوښښ کوي چې د ګډا تر پايه پاته شي او خپل ټول سيالان ستړي كړي  دا سيالي ډيره خوندوره سيالي ده ځکه چې ګډا ډيره ورسره تيزيږي ددې لپاره چې دا ځوانان غواړي له يو خوا خپله وړتيا ښکاره کړي او له بل پلوه خپل سيال هم ستړى کړي خو بايد يادونه وکړم چې په اتن کې دا سيالۍ هر وخت په هر مناسبت کې کيږي خو په داسې وختونو کې دا سيالي ډير زور اخلي چې يا خو د دوو قومونو تر مينځ د شخړې د هواري د پاره کوم دريم قوم سيمې ته تللي وي چې په داسې وخت کې په شخړه کې دښکيلو  دواړو قومونو ځوانان ځانونه غښتلي ښکاره کړي  او د دريم قوم يا مينځګړي قوم ځوانان هم  په ددې لپاره ځانونه غښتلي ښکاره کوي چې د دواړو قومونو تر مينځ يې شخړه په خپل مټ او خپل زيار سره هواره کړې ده او دوهم په داسې حال کې   چې د ديوه کلي ځوان په بل کلي کې واده کړى وي او د ناوې د راوستلو پر مهال دا د اتڼ سيالى د داړو کليو د ځوانانو تر مينځ تر سره کيږي نو دا وخت هم دا سيالي ډيره زور اخلي او ډيره خوندوره کيږي . بايد يادونه وکړو چې دا د اتڼ هغه دودنه دې چې د پکيتاولايت د اريوب ځاځيوپه سيمه  او د نوموړي ولايت په نورو اړوندو سيموکې تر سره کيږي او يوه خبره بايد له پامه ونه باسو هغه دا چې په دې ملي دود يانې اتڼ کې  ښځې هم برخه اخلي خو يوازې په ودونو او نورو کورنيو خوښحاليو کې اتڼ د ښځو له خوا تر سره کيږي  په خاصو ورځو او نورو مناسباتي ورځو کې ښځې دا دود يانې اتڼ نه تر سره کوي 


ليکوال انديښمن ځاځى
د ١٣٨٧ وږى ١٨
کابل آريانا تلويزيون