Asasasasas

پكتيا د تاريخ له دريڅو څخه : انديښمن ځاځى

15.12.2012 16:22

پکتيا د تاريخ له دريڅو څخه

پكتيا يوه زړه او غرنۍ سيمه ده، چې د هېواد په جنوب ختيځ كې د سپين غر يا سليمان غر جنوبي لوري ته پرته ده. د پكتيا سيمه د شمال لويديځ لوري ته د لوګر او غزني سيمو سره، د جنوب ختيځ لوري ته د خوست او پكتيكا سيمو سره او د شمال لويديځ لوري ته د ننګرهار او د كرمې له پاړه چنار سيمو سره نښتې پولې لري. د پكتيا په سيمه كې د اوسېدونكيو لويه برخه د ځاځيو، منګلو، مقبلو، څمكنيو، ځدراڼو، احمدزيو او طوطاخېلو او همداسې نور قومونه جوړوي. ځينې كرماشي او سعادات افغانان هم په دې سيمه كې استوګن دي. پاتې دې نه وي، چې د پكتيا په سيمه كې يو شمېر اهلهنود افغانان هم شتون لري. د قومونو له پلوه نوموړې سيمه په لاندې ډول بېله يا وېشل شوې ده:

1_ د احمدزيو قوم له زرمت څخه نيولې بيا تر ششګروهي (شيژنك)، ګردېز او كوهسين پورې پروت دى.

2_ د طوطاخېلو قوم له ميرزكي څخه نيولې بيا تر سيد كرم او كوهسين پورې استوګن دي.

3_ د منګلو قوم له ميرزكي څخه نيولې بيا ځاى پرځاى د خوست تر متون پورې استوګن دي، چې په ځينو ځايونو كې د منګلو قومي نوم په هغو سيمو، چې دوى پرې استوګن دي تاثير كړى دى او اوس مهال يې خلك د منګلو د سيمې په نوم پېژني. د بېلګې په توګه موږ له هغو سيمو څخه د لجې منګلو د سيمې نوم يادولاى شو.

4_ د ځاځيو قوم، چې يو لوى او تاريخي قوم دى، له ميرزكي څخه نيولې بيا د سپين غر تر لمنو او د سپين غر له لمنو څخه بيا د هېواد تر سرحد پورې استوګن دى او د خوست په ولايت كې هم يوه لويه سيمه د ځاځي ميدان په نوم يادېږي او په دې سيمه كې هم همدا د ځاځيو قوم استوګن دى.

5_ د ځدراڼو قوم له سټو كنډو څخه نيولې تر المره او د خوست تر اسماعېل خېلو پورې پروت دى، چې مخامخ له اورګون سره تړلې پولې لري.

6_ د څمكنيو قوم د جاني خېلو ولسوالۍ له ختيځ څخه بيا د پټان ولسوالۍ پورې، چې د هېواد په پولې كې پرته ده، استوګن دي. لكه څنګه چې مو وويل پكتيا يوه غرنۍ سيمه ده، نو بايد يادونه وشي، چې دا سيمه له ځنګليزو غرونو څخه برخمنه ده. شنې درې، رڼې او روانې اوبه لري او طبيعت يوه رښتونې ښكلا وربخښلې ده. د نوموړې سيمې ځنګليز غرونه پر نښترو، لمنځو، څېړيو، زرغونځيو، اوبښتو، بيجورو، غوړشتيو او د خوون په ونو مشتمل دي. قدرمنو لوستونكيو! لكه څنګه مو چې وويل پكتيا يوه زړه او لرغونې سيمه ده، نو ضرور خبره ده، چې د پكتيا د سيمې په اړه يو څه څېړنه وكړو. د نوموړې سيمې په نوم باندې بايد پوه شو او د نوموړي ولايت مشهور ښارونه او قومونه وپېژنو، نو راځو د پكتيا د نوم لرغونتيا ته!

د تاريخ له نظره د پكتيا نوم ډېر زوړ او لرغونى دى. لكه څنګه چې د پكتيا نوم له پكت څخه اخيستل شوى، نو ضرور ده چې د پكت كليمه وپېژنو او د هغې په مانا باندې ځانونه وپوهوو. پكت: د اّريايانو د پېژندل شويو قبايلو نوم دى. دا قبايل د ميلاد څخه 1900/2000 كاله وړاندې د هندوكش جنوب ته له بخدي څخه رامهاجر شول. نوموړي مهاجر هغه وخت د (پنكه جانا) په نوم يادېدل. (پنكه جانا) د پينځګونو قبايلو نوم دى، چې د لسو قبيلو څخه جوړ شوى و او يوه برخه يې د پكت قبيلې جوړوله، چې د اّريانا په جنوب ختيځ كې د غرونو په لمنو، درو او شاو كې يې استوګنه كوله او هغه ځايونه، چې دوى پكې اوسېدل، د پكت په نوم وپېژندل شول.

(ريګ ويدا) د سپين غر په دواړو خواوو كې د پكت د قبيلې د اوسېدلو يادونه كوي او د همدغو لسو قبيلو په جنګونو كې يې د همدغې قبيلې يانې د پكت د قبيلې په ټينګه يادونه كړې ده.

(هرودوت) له ميلاد څخه وړاندې په څلورمه پېړۍ كې د پكتي، پكتيس او پكتيوس د قومونو او د دوى د اوسېدلو ځايونه يانې پكتيا او پكتيكا څخه يادونه كړې ده او همدا ډول د پكتيكا يا (پختيخا) نوم سم دم د نننۍ ورځې د پښتونخوا سره برابر دى. يانې داسې تعبيرېږي، چې هم دا د (پختيخا) نوم دى. د پښتونخوا سره تړاو ولري او د پښتونخوا نوم دې د پكت د قبيلې يا د هغوى د اوسېدلو د ځايونو له نومونو څخه اخيستل شوى وي لكه د هغه وخت د پختيخا له نوم څخه، چې اوس مهال په پكتيكا يا پكتيا باندې بدل شوى دي. دا روښانه خبره ده، چې د پكت د قبيلې د اوسېدلو ځايونه د پكتيا او د پكتيكا سيمې بلل شوي دي، نو راځئ همدا مسئله له بله پلوه هم راوسپړو. هغه داسې چې د پكتيا او د پكتيكا نومونه په دوو برخو ووېشو او وګورو، چې څه لاس ته راځي. كه د پكتيا نوم دوه برخې كړو، نو لومړۍ برخه يې همدا د پكت د قبيلې نوم دى او دويمه برخه يې يانې (يا) د سيمې د نسبتي پسوند په توګه راغلى دى او د پكتيكا په نوم كې هم د (كا) زياتوالى هم همدارنګه تعبيرېږي. يانې (پكت) د قبيلې وم (يا) د سيمې د منسوبيت علامه ده. كه دا دوې كليمې سره يوځاى كړو، نو د پكتيا نوم ترې لاس ته راځي او د پكتيكا په نوم كې (پكت) د قبيلې نوم او (كا) د سيمې د منسوبيت علامه، چې له دغو دواړو كليمو څخه هم د پكتيكا نوم لاس ته راځي.

د (هرودت) د يادښتونو په قول له ميلاد څخه څلور پېړۍ وړاندې څلورو قومونو په پكتيا او پكتيكا كې څنګ په څنګ استوګنه درلوده، چې په منځنۍ دوره كې په لاندې نومونو ياد شوي دي.

1_ Gandari (ګنداري) چې د (ويدي) په سرودونو كې هم ذكر شوي دي او تر ډېره په همدې نوم پاتې شوي دي.

2_ Aparytai (اپاريتي)

3_ Satgydae (ستاګيدي)

4_ Dadice (داديكي)

بايد ووايو، چې دې څلورو نومونو د وخت په تېرېدلو سره داسې بدلون موندلى دى:

1_ ( Gandari يا ګنداري) چې اوس مهال ورته (كندهاريان) وايي.

2_ Aparytai يا اپاريتي) چې اوس يې نوم په "اپريدو" بدل شوى.

3_ ( Satagydai يا ستاګيدي) چې اوس مهال د ډېرو په تعبير د "خټكو" د قوم نوم دى.

4_ ( Dadicai يا داديكي، دادي، يا داديك) چې اوس مهال يې (تاجيك) بولي.

(ريګ ويدا) په خپلو يادښتونو كې نه يواځې د پكت د قبيلې او د اّريايانو له لسو نورو قبيلو څخه د لسو هېوادونو په جنګ كې يادونه كړې ده، بلكې په ډېرو ليكنو كې عين تر دې، چې د شاه پكت نوم هم ياد كړى دى. په دې مانا چې د پكت قبيلې د اّريايانو د همدغو لسو يادو شويو قبيلو مشري په غاړه درلودلې ده.

بايد وويل شي، چې د پوهاند علامه عبدالشكور رشاد په قول په دويمه ميلادي پېړۍ كې د بطليموس سيمه د پكتيانه په نوم نومول شوې ده يانې (پكت) د قبيلې نوم او (يانه) د سيمې د منسوبيت علامه ښودل شوې ده. په دې برخه كې راځو د پكتيا ولايت د مركز د ګرديز ښار او د نوم په هكله يې يو څو خبرو ته. ګردېز د پكتيا ولايت مركز دى، چې د (122) كيلومترو په فاصله كې د كابل ښار جنوب لوري ته پروت دى. نوموړى ښار د افغانستان يو زوړ او تاريخي ښار دى او په خاص ډول د ګردېز د ښار بالاحصار، چې يو ځانګړى تاريخ لري، د ګردېز ښار بالاحصار د يوې مستطيل شكلې خاورينې غونډۍ پر سر جوړ شوى دى، چې اوږدوالى يې تقريباً (350) متره او لوړوالى يې له هوارې ځمكې څخه د (40) مترو په شاوخوا كې اټكل شوى. چارچاپېره يې خندقونه (مورچې) تر سترګو كېږي. نوموړى بالاحصار له اسلام څخه وړاندې جوړ شوى دى، خو دقيقه نېټه يې نه ده معلومه، چې په كوم كال او كومه نېټه كې اباد شوى دى، خو تاريخ پوهانو ويلي، چې ډېره موده د بوديزم مركز پاتې شوى دى. د تاريخ پوهانو له قوله ويل كېږي، چې د كابل شاه د اسلام د لښكرو د فتوحاتو پر وخت كې ګردېز ته پناه وړې وه، چې هلته يې بيا په همدې بالاحصار كې پوځي مركز جوړ كړ او تر ډېره موده يې د اسلام له لښكرو سره جګړه وكړه او د ډېر مقاومت وروسته يې ماته وخوړه.

د (حدودالعالم) مولف د ګردېز ښار په هكله ويلي دي:

"ګردېز شهريست برحد ميان غزنين و هندوستان بر سرتلي نهاده و مراورا احصار محم است و سه باره دارد".

په دې مانا چې ګردېز د غزني او هندوستان ترمېنځ داسې يو ښار دى، چې د يوې خاورينې غونډۍ پر سر جوړ دى او د يوې كلكې كلا درلودونكى دى او دا كلا درې برجونه لري. د ګردېز ښار د بالاحصار په هكله ډېرې مختلفې نظريې موجودې دي، خو د ډېرو په تعبير دا بالاحصار د چنګيز خان د ظالمې بادشاهي په دوران كې جوړ شوى دى. په كومه غونډۍ، چې نوموړى بالاحصار جوړ شوى دى، داسې ويل كېږي چې نوموړې غونډۍ طبيعي غونډۍ نه ده، بلكې د ظالم بادشاه د بادشاهۍ پر مهال د نوموړي د بادشاه په امر د غلامانو په لاس جوړه شوې ده، خو دا چې دا خبره تر كومه رښتيا ده، دا يوه پوښتنه ده، چې تراوسه يې ځواب نه دى پيدا شوى. خو موږ دلته د ګردېز ښار د نوم په هكله خبرې كوو او همدې خبرې ته راځو، چې د ګردېز نوم څه مانا لري؟ د ګردېز نوم دوې برخې لري، چې يوه يې (ګر) او دويمه برخه يې (ديز) دى. دا دواړه كليمې بېلې، بېلې ماناوې لري. د پوهاند علامه عبدالشكور رشاد په قول په اوستا او سانسكريت ژبو د (ګير) كلمه د غره په مانا راغلې ده، چې بيا وروسته د منځنۍ دورې په ايراني ژبو كې رالنډه شوې ده او د (ګير) نه په (ګر) بدله شوې او تراوسه په پښتو، فارسي او دري ژبو كې د غره په مانا باندې معموله ده. د بېلګې په توګه په كهرد كې يو كوتل د (ګردرې) په نوم يادېږئ او په كټواز كې هم يو لوى غر د (ګرلامي) په نوم نومول شوى دى. همدغه د (ګر) كلمه وروسته بيا په (غر) بدله شوې ده، چې اوس مهال په پښتو، دري او فارسي ژبو كې د ځينو لويو غرونو او كوتلونو په نومونو كې تر سترګو كېږي. د بېلګې په توګه د چونغر په نوم يو غر، چې د سمنګانو په جنوب ختيځ كې واقع شوى او دويم د چونغر په نامه يو غر د كابل په لويديځ كې د قلعه قاضي او چوكۍ ترمېنځ واقع شوى او درېيم د سپين غر مشهور غر دى، چې د پكتيا ولايت په شمال كې پروت دى.

د ګردېز د نوم دويمه برخه يانې (ديز) د لومړي كسر له مخې د كلا په مانا ده، چې د (دژ) له كليمې څخه اخيستل شوې ده.

پوهاند علامه عبدالشكور رشاد وايي، چې دا كليمه په سانسكريت ژبه كې احصار يانې كلا ته وايي لكه په لاندې كليمو كې چې يې ګورو. (كهندژ) چې اوس يې خلك كندز بولي، د هېواد د يوې سيمې نوم دى او دوې برخې لري، چې يوه برخه يې (كهن) او دويمه برخه يې همدا د (دژ) كلمه ده. كه موږ ځير شو، په فارسي ژبه كې (كهن) د زوړ يا زړې په مانا دى او (دژ) د كلا په مانا، نو كه موږ دواړه كليمې سره يوځاى كړو، نو موږ ته په پښتو كې د زړې كلا نوم راكوي او يوه بله كليمه يانې د (دژبان يا دژدار) كليمه د كلا د ساتونكي يا څوكيدار په مانا راغلې ده، نو پورتنيو كليمو ته په ليدو سره موږ تر دې ځايه رسېږو، چې ووايو ګردېز د غره پر سر احصار يا د غره پر سر كلا ته وايي.

ماخذونه

پښتانه د تاريخ په رڼا کې             بهادر شاه

افغانستان در مسير تاريخ           غلام محمد عبار

د سيمو چغرافيوي معلومات          د علامه عبدل شکور رشاد مرکې

له پټې خزانې څخه                       ملا محمد هوتک

فلسفه نام هاى ولايت افغانستان

 

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.