Asasasasas

اې د غزل شاعره: رحيمه پشتونجار

14.12.2012 12:03

 

اې د غزل شاعره
کله چې ما تا سره وپیژندل
د هغه وخته یې تل مل راسره
ما هر سهار ستا د غزل په آيېنه کې یوه ادا لیدله
چې زه یم ښکلې نازولې ستاد مینې دنیا
ما به لیده چې دغزل توري دې
زما لیمې تخنوي
زما د زړه ویدې لمبې ويښوي
هغوی به هر وخت زه چیړلم ځورولم به یې
ستا د غزل مطلع کې ما د غزل پای لیدلو
ځکه چې زه وم په کې بس ، نورڅه به نه ؤو په کې
ستا د غزل دنیا پر ما پیل وه پر ما ختمیده
اې د غزل شاعره
زه ستا غزل کې د ارمان بلې ډیوې لټوم
تا سره ستا د غزل کرښو کې
هستي لټوم
زمونږ د مينې هستي
د ارمانونو هستي
د رسیدلو هستي
اې د غزل شاعره
خو نن چې دواړه سره یویؤواو په دې پوهیږو
چې زه او ته یؤو د يو بل د بل چا نه نشو کیدای
زه ستا غزل کې اوس رښتینې یو دنیا لرمه
ښکلې دنیا دې د غزل د ښاپیرۍ پیژنم
زه یمه روح ستا د غزل د وجود
زه دې ګرمي یم د الهام په درود
ولې بیا داسې انګیړم چې درنه لیرې یمه؟
زه درنه ډیره ، ډیره لیرې یمه
اې د غزل شاعره
دا دې د شعر کومه ادا ده چې زه یې نه پیژنم؟
لا یې لا نه پیژنم
اې دغزل شاعره
کله چې ما تاسره وپیژندل
د هغه وخته یې تل مل راسره
قسم هردم راسره
اې د غزل شاعره
اې د غزل شاعره


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.