Asasasasas

د انديښمن ځاځى نوى غزل

22.08.2012 07:00

 

ښه ده ډيره ښه ده چې زما په شانې وران نه يې

درد نه يې فرياد نه يې ريښې ريښې ګريوان نه يې

خير كه زما ژوند د يو همدم په ارمان تير شو خو

خوښ شومه په دې چې ياره ته خو بې جانان نه يې

 ګران دې راته ياره زنكدن شي كه دروغ وايم

ولې داسې سوچ كوې اشنا چې راته ګران نه يې

ما ته به له دې نه ياره بله خوشحالي څه وي

دا چې د پريشان اوربل په شانې ته پريشان نه يې

ښه ده چې  د ژوند په لار دې وموندو منزل اشنا

زما په شان په وركو لارو ورك او سرګردان نه يې

شې دې هر ارمان د انديښمن په لمبو لولپه

ته كې يې د ژوند په ارمانو كې خوږ ارمان نه يې

 

مينه 24.08.2012 12:37

ګران دې راته ياره زنكدن شي كه دورغ وايم ......ولې داسې سوچ كوې اشنا چې راته ګرانه نه يې . واه انديښمن صيب ډير ښايسته بيت دى هسې ټول غزل ښكلې دى خو دغه بيت دې زما په زړه منګولې ښخې كړې تاند اوسې

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.