Asasasasas

د سميرا كوچۍ تازه غزل

12.08.2012 10:58

 

زما په تقدير دي تقدير لوبې کوي

را سره څومره په ځير لوبې کوي

خدايه دا سور په وينو لاس د چا دى

چې په ملا او په پير لوبې کوي

يو يې دښمن دوهم يې دوست ګڼلى

دواړه د ده په ضمير لوبې کوي

په دې زخمي زخمي وطن کې يو څوک

لا په خنجر او په تير لوبې کوي

کوچۍ که وايې اوس دي نه يادوم

ګرانه ته مه شه زهير لوبې کوي

شفیق الله"لیوال" 15.08.2012 06:47

کوچی خوری په قلم دی برکت شه.‏‎ ‎

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.