Asasasasas

غزل : سميرا كوچۍ

12.08.2012 10:48


 

سپينې سپوږمۍ سپينې پلوشې ورکړه کيسه ليکي

دا جنګي زلمى درته نن خپله اراده ليکي

وايې دغه خلګ چې د شپې به لږ په امن شو

نور دي د هر کور خاوند خپل نوم په دروازه ليکي

دا تصوير خو رنګ غواړي کيسه غواړي او درد غواړي

دا خو به د تش مړوند د مات زړه پښتنه ليکي

تاسې خو يو ځل قلم د ده په لاس کې ورکړئ لږ

پرېږدئ دا بې پلاره ماشوم وليکي چې څه ليکي

نور خو دي هيچيرته په ليمو کې ځايوي هم نه

بس يوه کوچۍ ده چې ټول ژوند ستا په نامه ليکي

حمیدالله مصباح 14.08.2012 06:51

بس یوه کوچئ ده چه ٹول ژوندستاپه نامه لیکي واه ڈیراعلی له کوچئ خورنه یوافغانستان مننه قدرمنه له تاسوهم زیاته مننه کووچه تل موپه داسی سه نازوئ الله موتل جوڑ روغ صحیح سلامت ولرہ ستاسودسوکالئ بریااوخوشحالئ په هیله

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.