Asasasasas

د سميرا كوچۍ په زړه پورې غزل

10.08.2012 11:32

زړونه يې نــــشئئته کـــــوګلونه يــــې خالي پاتې دي

خــــــدايه دا خلګ لا پــــه کوم الفت ژوندي پاتې دي

دا ســـــتا راتګ او تګ جـــانانه د ګلاب په شان دى

چې چيرته تلى، کېنـــــستلى يـې ازغـــــــــي پاتې دي

اوس يې تصوير په سترګو نه ږدم اوس يې نه ښکلوم

اوس يــــــــــــــــې نه ياد نه يې خيالونه ليوني پاتې دي

د دې خورو چيــــــغو او هــــــم د بهــــــېدلو اوښــــکو

ټول حـــــسابونه بس پــــــه سر د يـــــو سړي پاتې دي

دغه رواج د دغه قوم سره تر اوســــه مـــــــــــــل دى

چې په کې ډېر پردي دوستان، دوستان پردي پاتې دي

عبدابارې 13.08.2012 10:11

مرحبا کوچی خوری
دلازیاتو بریالیتوبونو په هیله دی خو چه بیا کوچی نه شی .

مننه
انجنیر عبدالباری عرفان

عبدالله 11.08.2012 16:14

ډير ښايسته ډير په زړه پوري شعر دى دا ډير وخت کيږي چي ستا شعرونه مي نه وه ليدلي ډير خوشحاله شوم چي بيا مي ستا يو شعر وليدي
خصوصا دا بيت يي ډير مزه کوي

دا ســـــتا راتګ او تګ جـــانانه د ګلاب په شان دى
چې چيرته تلى، کېنـــــستلى يـې ازغـــــــــي پاتې دي

حمیداللہ مصباح 10.08.2012 14:23

واہ ڈیراعلی تل اواتل اوسئ

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.