Asasasasas

غزل : شمعه شوګير

31.05.2012 16:22

غزل : شمعه شوګیر
دژونــــد هــــــــــــــــره فـلسفـه راځینې ستړې
هم دعــــــــــــــــا او هـــم توبــه راځینې ستړې

دا یې نښــه ده،دامات بنــــــګړي چې ګورې
دانو ومنـــــه چې شپـــــــــــــه راځینې ستړې

فکر ستړی ژوندون ستړی احسـاس ستړی
زمــــونږ زړونه هم خپــــــــــــه راځینې ستړې

داخــــــورې زلفې همـداسې خـوارې ښې دي
سېنـګار ستړی هــــــــم ائینه راځینې ستړې

شمعې ټـول پېټی دغـــــــــــــــم ورپه سر کړی
غزل ستړی قافیـــــــــــــــــــــــه راځینې ستړې

 

نوراخان خاکسار 06.06.2012 13:39

ډیرا زیاته مننه خدای پاک دې نور هم دا پروګرام رانګینه کړې منګ د یو باسباد افغانستان راتلونکې لپاره استاو شانتی زوانان پکاردی<br />noorakhan khaksar

فیصل شینواری 06.06.2012 08:09

دیر شکلی او شایسته غزل د لوستلو نه می دیر خوند واخیست. خدای دی د دی خور قلم همداسی روان لری.‏‎ ‎

ظفر ملکزی 04.06.2012 07:23

اغلې شمع شوګیر ډیره په زړه پورې شاعري کوي او زما یې دغزل رښتینوالی ډیر خوښیږي خپل احساسات په جرائت سره شعر کوي <br />

عبدالمنان وګړی 02.06.2012 04:45

ډیر ښکلی په زړه پورې غزل دی ډیرخوند مې ترې واخیست خدای دې خورې قلم همیشه تاند لره <br />

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.